افغانستانخبرونه

کندهار کې د انارګل مشاعره ترسره شوه

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، په کندهار ولایت کې د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په دغه غونډّ د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په هېواد کې د مشاعرو پروګرامونه درول شوي.

عزیزي زیاته کړې، چې دوی پر شعر او ادب د بندیز اراده نه لري، بلکې هڅه کوي چې د ادیبانو، شاعرانو او مشاعرو د لا ښه انسجام لپاره کار وکړي.