افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو کس خپل مور او پلار وژلي او بیا یې ځان وژنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

 ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یوه ځوان لومړی خپل مور او پلار وژلي او بیا یې ځان‌وژنه کړې ده.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د جمعې ورځ د جلال‌اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه ځوان خپل مور او پلار د چاقو په وسیله وژلي او وروسته یې خپل ژوند ته هم د پای ټکی اېښی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ کسان سیمې ته رسېدلي او د پېښې د انګېزې او جزئیاتو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.