افغانستانخبرونه

غزني کې اوبو کې د ډوبېدو له امله یو تن مړ او یو بل ټپی شوی دی

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په «سردې بند» کې دوه ځوانان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي، یو کس مړ او یو بل ژوبل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پرون مازدیګر څو کسان له غزني ښاره سردې بند ته د تفریح لپاره تللي وو چې له ډلې یې یو کس د بند اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی، بل ملګري یې هڅه کوله ویې ژغوري چې هغه هم ډوب شوی و.

سرچېنې زیاته کړې وروسته د سردې کلي د خلکو په هڅو یو کس مړ او یو کس په ټپي حالت کې له اوبو را ایستل شوي دي.