افغانستانخبرونه

نایجریا کې د سیلابونو له امله له سلو ډېر کسان مړه شوي دي

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپورونو له مخې، د نایجریا په شمال کې د سېلابونو راوتلو او سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد سېلابونه په ماکوا ښار کې د چهارشنبې ورځې له سختو ورښتونو وروسته پيل شوي او مرسته کوونکي لا هم د احتمالي قربانیانو په لټه کې دي.

راپور کې راغلي چې د سېلابونو له امله زرګونه کورونه هم نړېدلي دي.

د یادونې ده چې تېر کال هم نایجریا کې د څو وروستیو لسیزو یو لوی سېلاب رامنځته شو چې له امله یې څه باندې ۱۲۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.