افغانستانخبرونه

ایران په درېیو سیمو کې د دغې د اټومي نړۍوالې ادارې له همغږۍ پرته اټومي فعالیتونه کړي

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې ایران په درېیو سیمو کې د دغې ادارې له همغږۍ پرته ځینې اټومي فعالیتونه کړي دي.

د رویټرز د راپور لمخې، دغې اداري ویلي، د تهران دغه راز فعالیتونه به امریکا، بریټانیا، جرمني او فرانسه دې ته اړ کړي چې د روانې جون میاشتې په غونډه کې ایران د اټومي مکلفیتونو سرغړونکی هېواد اعلان کړي، چې د تهران – واشنګټن د اټومي خبرو روان بهیر به له خنډ سره مخ کړي.

خو د ایران بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د اټومي انرژۍ ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دا سیاسي انګیزه لري.

اعلامیه کې راغلي چې ایران به د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې په راتلونکې غونډه کې د دغه هېواد پر وړاندې د هر راز اقدام مناسب ځواب ورکړي.