افغانستانخبرونه

ازبک او پاکستاني چارواکو د افغان ټرانس پروژې پر نهایي کولو خبرې کړي

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوه ټلیفوني اړیکه کې له خپل اوزبیکستاني سیال بختیار سعیدوف سره د افغانستان، پاکستان او اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې (UAP) د چوکاټي هوکړه‌لیک پر نهايي کولو او څرنګوالي خبرې کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دې ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د دې پروژې د تړون د لاسلیکولو مراسم به د اسلامي امارت له مشرتابه سره تر سلا مشورې وروسته تنظیم شي.