
کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بورکې ولسوالۍ کې یو موټر چلوونکی وژل شوی او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي هغه دوه کسان چې وړمه ورځ یې په بورکې ولسوالۍ کې د عبدالاحد په نوم د یوه موټر چلوونکي له وژلو وروسته د هغه موټر تښتولی و، نیولي دي.
سرچېنې لیکلي، دغو دوو کسانو چې عبدالاحد یې په ډزو وژلی و، غوښتل د هغه موټر وتښتوي چې له سیمې د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.