
کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په روس کې په یوه ریل ګاډي پل غورځیدلی، چې له امله یې اوه تنه مړه او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ په دغه پېښه کې چې د روس په بریانسک سیمه کې رامنځته شوې، څو موترونه هم زیانمن شوي دي او لامل یې د ټرانسپورټي عملیاتو پر مهال د غیر قانوني مداخله په ګوته شوې ده.
د یادې پېښې له امله په ریل ګاډي کې ناست ۸۶ مسافر چې له کلیموف څخه مسکو ته روان وو، زیانمن شوي دي.
چارواکي وايي، د دغه پېښې وروسته مرسته کوونکي کسان سیمې ته رسیدلي او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي.