
کابل ټیلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یونېسف له مشر سره، د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو پر څرنګوالي، د درملو پر کیفیت او روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو لیږد په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر تاج الدین اوېلا سره وکتل.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کتنه کې د تطبیق کوونکو موسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو پر څرنګوالي، د درملو پر کیفیت او روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد، د روغتیايي خدمتونو د ارزونې په موخه په ګډ نظارت، د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو او د روغتیايي مرکزونو پر بیا رغونه خبرې شوې دي.
جلالي په شفاف ډول د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کېدو او روغتیايي مرکزونو ته پر ټاکلي وخت د درملو په لېږد ټینګار کړی دی.
دغه راز دې کتنه کې د یونسیف ادارې رییس ویلي، چې له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه د وړاندې کېدونکو خدمتونو د کیفیت پر ښهوالي کار کوي او کوښښ کوي، چې روغتونونو ته پر وخت درمل او اړین وسایل ولېږدول شي.