افغانستانخبرونه

له پاکستاني زندانونو څخه ۳۴ افغانان ازاد شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان د بېلابېلو زندانونو څخه ۳۴ افغان کډوال ازاد شوي دي.
دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا کسان پرون افغانستان ته رارسېدلي دي.


د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امريت د معلوماتو له مخې، دا ۳۴ تازه ازاد شوي افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او هر یوه یې له یوې تر دریو ورځو پورې د دې هېواد په زندانونو کې تېرې کړې دي.


له دې وړاندې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې د اپریل له پیل څخه تر اوسه له ۴ زره څخه زیات افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي دي.