
کابل ټیلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې د روان کال په غویي مياشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳۲ زره او ۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او هرات-خواف اوسپنې پټلیو له لارې شوي دي.
د انتقالاتو لویه برخه وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وريجې او د انارو جوس جوړوي.