
کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف د مرکزي اسیا-ایټالیا په سرمشریزه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت د سیمه ییز امنیتي معادلې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او له پامه غورځول کېدای نشي.
محمدوف طالبانو سره د نړیوالو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره د عملي اقداماتو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل چې یو باثباته او اقتصادي وده کوونکی افغانستان به د ټولې نړیوالې ټولنې په ګټه وي.
هغه په سیمه او نړۍ کې بدلونونو ته په اشارې سره د دوامداره امنیت په ډاډمنولو کې د ملګرو ملتونو رول غوره وباله.
د ترکمنستان ولسمشر زیاته کړه چې هیواد یې د لویو سیمه ییزو پروژو پلي کولو ته ژمن دی. د هغه په آند د دې پروژو پلي کول د افغانستان د اقتصاد او سیمه ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره خورا مهم دي.
د ترکمنستان ولسمشر د افغانانو ته د بشري مرستو زیاتول اړین وګڼل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په دې برخه کې ډیر مسؤلیت سره عمل وکړي.
د مرکزي اسیا-ایټالیا سرمشریزه د مرکزي اسیا هیوادونو او ایټالیا ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوه.