افغانستانخبرونه

امریکا او ناټو افغانستان ته ستنیدل غواړي

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بیرته راستنیدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.

سرګي لاوروف وویل چې ناټو له افغانستانه د شرمناکه وتلو څخه څلور کاله وروسته هیواد ته د ننوتلو لپاره نوې لاره لټوي.

لاوروف وویل ناټو هڅه کوي چې د امنیت او ثبات په پلمه په سیمه کې خپل نفوذ بیرته راولي.

خو هغه د دې په اړه وضاحت نه دی ورکړی چې ناټو او متحده ایالات به څنګه افغانستان ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې سرګي لاوروف د روان کال په ثور میاشت کې افغانستان ته د ناټو د پوځي زیربناوو د بیرته راستنیدو د نویو هڅو په وړاندې خبرداری ورکړی و، او ویلي یې وو چې دا ډول کړنې کولی شي د راتلونکو شخړو خطرناکه سرچینه شي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د منلو وړ نه دی.

څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم خبرداری ورکړی و، چې روسیه غواړي د اوکراین په بدل کې د باګرام اډه امریکا ته وسپاري.