خبرونهنړۍ

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمیر نږدې ۵۵ زره تنو ته ورسید

کابل ټيلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، د نسل‌ وژنې جګړې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ زره او ۴۱۸ تنو ته ورسید.

په غزه تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۱۷۳ فلسطینیانو د مرګ ژوبلې  او د نسل‌ وژنې جګړې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ زره او ۴۱۸ ته د رسیدو خبر ورکړ.

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت په خپلې ورځنۍ اعلامیه کې ویلي چې دا احصایې د غزې شمالي برخې شاملې نه دي، ځکه د دوامداره بریدونو له امله د دې سیمې روغتونونو ته لاسرسی ممکن نه دی.

همدارنګه، په دې راپور کې ټینګار شوی چې لا هم ګڼ شمېر قربانیان د کنډوالو لاندې او واټونو کې پاتې دي او د امدادي ځواکونو د اسرائیلو اشغالګرو د بې‌وقفې بریدونو له امله د دوی د ژغورنې او رسیدګۍ توان نه لري.