افغانستانخبرونه

کابل کې د روس سفیر د منلو یاداشت د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته سپارلی

کابل ټيلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په کابل کې د روس د سفیر د منلو رسمي یادښت د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقي ته سپارلی او ورسره یې لیده کاته هم ترسره کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روس د اړیکو د نوي فصل، د کازان په غونډه کې د شوو تړونونو او دوه اړخیزو کاري کمېټو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ژیرنوف په دې لیدنه کې په کابل کې د روس د سفیر د منلو رسمي یادښت مولوی امیرخان متقي ته وسپاره او هیله یې څرګنده کړه چې د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې په لوړولو سره به د دواړو هېوادونو اړیکې په نورو برخو کې هم پراخې شي.

له بلې خوا، مولوی امیرخان متقي له روس سره د افغانستان د اړیکو نوی فصل مهم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې په دې مرحله کې به دواړه هېوادونه وکولای شي په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ له پخوا څخه زیاتې پراخې کړي.

په همدې حال کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت معتبرې سرچینې تائید کړې، چې  مولوی ګل حسن به په روس کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شي.
تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.