
کابل ټيلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
غور کې یوې مېرمنې او خاوند د تېرو شپږو کلونو پرمهال د قرانالکریم ۳۰ جزه په پنځو جلدو کې په لاس لیکلی او خامک دوزي کړی یې دی.
۵۹کلن محمدنبي جمشیدي د غور د تولک ولسوالي اوسېدونکی دی.
دغه مېرمن او خاوند همداراز وايي چې د دوی له لوري خامک او په لاس لیکل شوی قرانالکریم، ۷۰ سانټي مټر اوږدوالی، ۵۰ سانټي مټر پلنوالی او ۵۰ کیلوګرامه وزن لري.
د یادې جوړې د معلوماتو له مخې، د قرانالکریم په لیکلو شاوخوا ۱۰۰زره افغانۍ لګښت هم راغلی دی.
د کابل او مسکو ترمنځ دیپلوماتیکو اړیکو زیاتوالی؛ مولوی ګل حسن په روس کې د افغانستان سفیر ټاکل کیږي
د کابل او مسکو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د لوړې کچې د زیاتوالي په تعقیب، دیمیتري ژیرنوف د روس د سفیر د منلو رسمي یادښت مولوی امیرخان ته وسپاره او د بهرنیو چارو سرپرست د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی فصل مهم وباله.