افغانستانخبرونه

په کابل هوايي ډګر کې د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل ټيلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي ریاست ویاند اعلان کړی چې په کابل هوايي ډګر کې د شاوخوا ۵۸ کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د عابدالله فاروقي په وینا، دا ډبرې یاقوت، زمرد او لاجورد وې او د یوې کارګو شرکت له لارې د قاچاق هڅه شوې وه.

دوی ندي ویلي، چې د یادو ډبرو د قاچاق په تور څوک نیول شوی او کنه، خو تر دې وړاندې هم په یاد ډګر کې قیمتي ډبرې نیول شوې وې.