خبرونهنړۍ

په امریکا کې یوه برید کې شپږ کسان ټپیان شول

کابل ټيلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د رویټرز خبري اژانس وايي، د امریکا د کلوراډو ایالت کې د یوه ۴۵ کلن سړي له خوا د اور لمبو بمونو په برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي دي.

دا کسان هغه مهال ټپیان شول کله چې یوه ۴۵ کلن سړي د «فلسطین ته ازادي» په چیغو سره د اور لمبو بمونه د دې ایالت د بولډر ښار په یوه ګڼه ګوڼه کې پر خلکو وغورځول.

د امریکا د فدرالي پولیسو یوه چارواکي ویلي، د لومړنیو موندنو له مخې، دا برید یو «هدفمند تاوتریخوالی» و او FBI دا پېښه د یوې «ترهګریزې کړنې» په توګه پلټي.