افغانستانخبرونه

د روسیې او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین جګړې په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو په استانبول کې د اوکراین د سولې خبرو بیا پیل او په یاد هېواد کې د روانې جګړې په پای ته رسولو خبرې کړې دي.