
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
خوست کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو ترلاسه شوي سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي نن د عامو خلکو او چارواکو په حضور کې وسوځول شول.
یاد توکي د تېر یوه کال په موده کې د خوست د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت له خوا د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او ضبط شوي وو.
د خوست امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي د ۴۵۶ جلا عملیاتو په پایله کې ترلاسه شوي وو چې په تړاو یې ۵۳۹ کسان نیول شوي هم دي.
سرچېنې لیکلي، نیول شوي کسان د نشهيي توکو د قاچاق، ساتلو، پلور او دغه راز د استعمال په تور عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.