افغانستانخبرونه

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر غلو وژلی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په کندهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وسله‌‌والو غلو له خوا وژل شوی دی.

دغه دغه پېښه تېره ورځ د کندهار ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د یخ کارېز سیمه کې شوې ده.

سرچېنې زیاته کړې یاد کس قاري سعیداحمد سالار نومېده او کور ته روان و چې د له غلو سره مخ شوی، دی یې وژلی او موټرسایکل یې ترې بيولی دی.