
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
چین د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۳۳ زره ډوزه انفلونزا او ۳۳ زره ډوزه مننجیت واکسینو مرسته کړې ده.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني د چین له دغو مرستو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د واکسینو د ګمرکي چارو غوره مدیریت باید یقیني شي، تر څو د واکسینو کیفیت وساتل شي.
له بلې خوا، د چین هېواد استازي ویلي، چې دوی د افغانستان له عامې روغتیا سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او ژمنه یې کړې چې دغه مرستې به نورې هم پراخې شي.