افغانستانخبرونه

عراقچي په قاهره کې د مصر له ولسمشر سره کتلي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي قاهرې ته د سفر په ترڅ کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ پر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ښاغلي عراقچي د فلسطیني وګړو دردناک وضعیت ته په اشارې د اسلامي هېوادونو لخوا د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د مخنیوي په موخه پر اغېزمن او ټولیز اقدام ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د مصر ولسمشر غزه کې د نسل‌وژنې د بندېدو لپاره د خپل هېواد د هڅو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې مصر غواړي د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي او حالات کنټرول کړي.