افغانستانخبرونه

ځاځي اریوب کې 4G  انټرنټي خدمات فعال شول

کابل ټیلیګراف ، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني پکتیا ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د منډهېر له ملي پارک څخه لیدنه کړې او هلته یي 4G  انټرنټي خدمتونه فعال کړي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې حقاني د دې لیدنې پرمهال مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه کړې، چې په بېړنۍ توګه دغه ملي پارک کې 4G خدمتونه فعال کړي، چې د مخابراتي شرکتونو له ډلې یوه شرکت سمدستي یاده سیمه کې 4G  خدمتونه پیل کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به نور مخابراتي شرکتونه هم خپل سایټونه جوړ کړي، څو د یادې سیمې اوسېدونکو او سیلانیانو ته غوره مخابراتي او انټرنېټي خدمات وړاندې شي.