افغانستانخبرونه

د طالبانو وزیر: د خلکو په خصوصي حریم تیری منع دی

کابل ټيلیګراف – ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو یوه چارواکي د دې ډلې ماموران د ښاریانو په شخصي ګرځنده تلیفونونو او جیبونو کې له لاس وهلو څخه منع کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي ویلي چې د اسلام دین د خلکو په «شخصي حریم» باندې تیری ممنوع ګرځول شوی دی.

طالبانو د افغانستان د واک له ترلاسه کولو وروسته د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون اعلان کړی، چې محتسبانو ته اجازه ورکوي ترڅو د افغانستان د خلکو په کړچار، جامې او ظاهري کړووړو باندې څارنه ولري او حد او حدود وټاکي.

خو اوس حنفي ویلي چې هیڅوک حق نه لري چې د یو کس له اجازې پرته د هغه په موبایل، جیب او کور باندې لاس وانه چوي.

د امربالمعروف وزارت د خبرپاڼې له مخې، محمد خالد حنفي همداشان محتسبانو ته سپارښتنه کړې چې د خپلو کارونو په ترسره کولو کښې د خدای تعالی رضا او د ټولنې اصلاح ته لومړیتوب ورکړي.