
کابل ټیلیګراف ، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ نن (سهشنبه، د غبرګولي دیارلسمه) د “واورین پړانګ” د ساتنې لپاره د رهبرۍ کمیټې په نهمه سیمهییزه غونډه (GSLEP) کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته سفر وکړ.
دغه غونډه د روانې زېږدېزې میاشتې له پینځمې څخه تر شپږمې نېټې پورې د هغو دولسو هېوادونو ترمنځ په قرغیزستان کې جوړیږي، چې واورین پړانګ ولري.
د دغې غونډې موخه د واورین پړانګ د ساتنې ملي پلانونو ارزونه، د نړیوالو همکاریو پراخول، اقلیمي بدلون، ناقانونه ښکار او د وحشي ژوو د استوګنځایونو له منځه تللو پر وړاندې د ګډې ستراتیژۍ جوړول دي.