افغانستانخبرونه

پاکستان امنیت شورا غونډه کې د طالبانو د بندیزونو د کمېټې مشري کوي

کابل ټیلیګراف ، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان استازی د ٢٠٢٥ کال لپاره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د “١٩٨٨ د طالبانو د بندیزونو کمېټې” مشر ټاکل شوی دی.

دغه کمېټه د اسلامي امارت پر غړو د سفر بندیزونو، پانګو کنګل او وسلو نه پلور بندیزونو عملي کولو مسوولیت لري او پرېکړې پکې د ټولو ١٥ غړو د اجماع په شرط کیږي.

پاکستان د روان زیږیز کال په پیل کې د یوې دوه کلنې دورې لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړی ټاکل شوی دی.