افغانستانخبرونه

د افغانستان مالي او بانکي انسټېټيوټ بېرته فعال شو

کابل ټیلیګراف ، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د دغه هېواد مالي او بانکي انسټېټیوټ یوځل بیا فعال او پرانیستل شو.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، د دغه انسټېټیوټ د پرانیستې په مراسمو کې د بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د ظرفیتونو د لوړولو پر اهمیت ټینګار کړی، او دا یې د مالي او بانکي سکتور د بیارغونې او له دودیز سیسټم څخه اسلامي سیسټم ته د بدلون لپاره اړین بللی دی. نوموړي دغه انسټېټیوټ د افغانستان بانک د هدفمندو پروګرامونو یوه برخه بللې ده.

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، د دغه انسټېټیوټ لومړۍ روزنیزه دوره هم رسماً پیل شوې، چې په‌کې د سوداګریزو بانکونو کارکوونکي، د وړو مالي تمویلي موسسو غړي، صرافان او نور اړوند بنسټونه ګډون لري.