
کابل ټیلیګراف ، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
رایل چلنجرز بنګلور د هند کرېکټ غوره لیګ (ای پي ال) په پایلوبه کې د افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي اړوند پنجاب کینګز لوبډلې ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو لوبو اتلولي وګټله.
پنجاب لوبډلې د پایلوبې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه او بنګلور لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه خو په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د بنګلور د ۱۹۱ منډو هدف پوره نشوه کړای.
عظمت الله عمرزي د توپ اچونې په برخه کې په خپلو ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او د بنګلور د پیاوړي توپوهونکي، ویرات کوهلي وېکټ یې ترلاسه کړه خو د توپوهنې په برخه کې یې یوازې یوه منډه وکړه او خپله وېکټه یې له لاسه ورکړه.