افغانستانخبرونهځانګړي برخه

اسټرالیا خپل وګړي افغنستان ته له تګ منع کړل

کابل ټیلیګراف ، ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسټرالیا د بهرنيو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د دغه وزارت له لوري پرون د سه شنبه په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې د دغې چارې لامل په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو، انسان تښتونې او د خپلسرو نيونو زیاتوالی په ګوته کړی دی.

وزارت ويلي: «افغانستان د سیلانیانواو په ځانګړي توګه د بهرنيو وګړو لپاره خوندي نه دی، هر ځای او هر وخت ترورستي بریدونو، خپلسرو نيونو او انسان تښتونې پېښو سره مخ کېدلی شي.»

تر دې وړاندې د امریکا، کاناډا، برتانیا او فرانسې حکومتونو هم د تروریستي ګواښونو له امله خپل وګړي افغانستان ته له تګ منع کړي دي.