
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په غزه کې د اسرائیلو په جنګي جرمونو اعتراف کړی.
نوموړي له یوې بریټانیايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «له شک پرته اسرائیلو په غزه کې جنګي جرمونه کړی.»
دغه امریکايي چارواکي داسې مهال اعتراف کړی، چې له یوه کال څخه زیاته موده یې د اسرائیلو د هغو سیاستونو ملاتړ کړی چې له امله یې لسګونه زره فلسطینیان شهیدان او غزه کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې.