
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسلامي امارت رهبر په خپل اختریز پیغام کې نظام ته د ولس د پلار او سرپرست حیثیت ورکړی او د ولس د حقونو ساتنه، له امانتونو څارنه او مراقبت یې مسوولیت ګڼلی دی.
شیخ هبت الله اخندزاده په دغه پیغام کې د امیر له لوري د فرمانونو او حکمونو پر اطاعت هم ټينګار کړی او دغه اطاعت یې واجب او لازم بللی دی.
شیخ هبت الله اخندزاده پر امنیتي او ملکي کارکوونکو غږ کړی چې خپلو کارونو ته جدي پام وکړي، وظیفوي تداخل یا د یوه بل په کار کې له لاسوهنې لاس واخلي ځکه دا د بې باورۍ، ګډوډۍ او خپګان لامل کیږي.
د اسلامي امارت رهبر پر مسوولینو غږ کړی چې د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ، په کار کې لټي مه کوئ ځکه غفلت عذر نه دی او خلکو ته کارونه اسانه کړئ.