افغانستانخبرونه

په برېښنا سکتور کې اته میلیارده افغانۍ پانګونه شوې 

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ اعلان کړی چې په تېرو دوو میاشتو کې د برېښنا د تولید، انتقال او وېش په برخه کې اته میلیارده او ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

د یادې ادارې څخه نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پانګونې په شپږو ولایتونو کې د نوي کیدونکي انرژۍ پروژو او د برېښنا د زیربناوو په پیاوړتیا تمرکز لري. 

دوی زیاته کړې، په دې پروژو کې د بلخ ۴۰ میګاواټه لمریزه برېښنا، هرات په ۵ میګاواټه لمریزه برېښنا، لغمان په ۱۰ میګاواټه لمریزه برېښنا، هرات په ۴۳.۲ میګاواټه بادي برېښنا، ننګرهار په ۴۰ میګاواټه لمریزه برېښنا، د کندهار ختیځ کې د برېښنا سب‌استیشن جوړول، د زابل په قلات کې د برېښنا سب‌استیشن جوړول او د کجکي بند څخه کندهار ته د ۱۱۰ کیلوواټه برېښنا لین غځول شامل دي. 

د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په وینا، د دې پروژو د برېښنا تولید مجموعي ظرفیت ۱۳۸.۴۵ میګاواټه دی، چې د بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۰۰ زره کورنۍ او سلګونه صنعتي فابریکې د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې شي.