
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د غور ولایت محلي مسوولین وايي، د دې ولایت په الله یار ولسوالۍ کې د غوریانو امپراتورۍ پورې اړوند ۶۰ طلایي سکې موندل شوې دي.
په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی عبدالحی زعیم وايي، دا سکې د سرک جوړولو پر مهال په اللهیار ولسوالۍ کې موندل شوې دي.
د نوموړي په وینا، ځینې دا سکې زیانمنې شوې، خو تر اوسه یې ارزښت نه دی مشخص شوی.
ښاغلي زعیم زیاته کړې چې د دې سکې مخینه د غوریانو امپراتورۍ د واکمنۍ دورې ته ورځي.