افغانستانخبرونه

طالبانو د ټیټ کیفیت تیلو او نفتي توکو واردول منعه کړل

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د فرامینو او احکامو د نظارت د تعقیب ریاست وایي، چې هېواد یې ته د ټیټ کیفیت تیلو او نفتي توکو واردول منعه کړل.

د طالبانو د یاد ریاست رئیس شمس‌الدین شریعتي د چهارشنې په ورځ یوه خبري ناسته کې ویلي چې د طالبانو د مشر د حکم پر اساس، د ټیټ کیفیت تیلو او نفتي موادو واردول منع شوي دي.

په دې خبري ناسته کې ویل شوي چې له دې وروسته به یوازې هغه اشخاص او شرکتونه چې رسمي جواز لري، د تیلو او نفتي موادو د واردولو اجازه ولري.

افغانستان د ایران، تاجکستان او ګڼ نورو هېوادونو څخه د تیلو او نفتي توکو واردات لري.