افغانستانخبرونه

امریکایي مسلمانانو له ټرمپ غوښتي چې افغانان دې بېرته نه ستنوي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

په امریکا کې د امریکایي-اسلامي اړیکو شورا د دغه هېواد له ولسمشر ډانلډ ټرمپ او کورني امنیت وزارت غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې له سره واخلي.

دغې شورا له کانګرس هم د داسې قانون د پاسولو غوښتنه کړې چې په امریکا کې مېشتو افغانانو ته د قانوني مېشتېدو زمینه برابره کړي.

تېره میاشت د امریکا د کورني امنیت وزارت پرېکړه وکړه چې هلته د مېشتو زرګونو افغانانو لنډمهالي محافظت وضعیت (TPS) لغوه کوي.