افغانستانخبرونه

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال د ایران له سفیر د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېګدلي د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعیم سره وکتل.

دې کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.

ډاکټر نعیم د داړو هېوادونو اړیکې ژورې بللې او د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

دغه راز بیګدلي هم د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشاره د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا مهم ګام بللی او د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته یې ژمنتيا ښودلې ده.