عجایب
پاکستان کې د خرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د جیونیوز تلویزیون د خبر له مخې؛ په دغه هېواد کې د خرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او تازه شمېر یې ۶ میلیونه او ۴۷ زرو ته رسیدلی دی.
د دغه هېواد د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په تیر یوه کال کې پاکستان کې د خرونو په شمېر کې ۱۰۹ زره نور زیاتوالی راغلی دی.
د دغه را پورو له مخې؛ پاکستان کې د اوښانو شمېر ۱۴ زره زيات شوی او دا مهال په دغه هېواد کې ۱ میلیون او ۱۷۷ زرو ته یې شمېر رسیږي.
د جیونیوز د را پورو له مخې؛ په ټوله کې په پاکستان کې د څارویو په شمېر کې ۲ میلیونه او ۱۷۱ زره زیات شوی، چې په ټولیز ډول دغه هېواد کې ۵۹ میلیونه ۷۱۱ زرو ته رسیږي.
د یادونې وړده، چې څه موده وړاندې د پاکستان او چین ترمنځ د خرو د پلور قرارداد هم شوی و.