
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیالۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې چين په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړولو ژمنه کړې ده.
دا ژمنه د چين سفیر ژاؤ شینګ لخوا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې شوې ده.
چين هغه هېواد دی چې په لسګونو پروژې، لکه د عینک مسو کان او د شمال د تېلو او ګازو استخراج، په لاس کې لري.
په ورته وخت کې، د چين سفیر عبدالسلام حنفي د چین-جنوبي اسیا نهم نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته بللی دی.
د طالبانو له راتګ وروسته، افغانستان او چين نږدې اړیکې لري.