افغانستانخبرونه

امیرخان متقي د یوناما له استازې سره د افغانستان پرمختګونو ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان پرمختګونه او ټول‌اړخیز ثبات له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو د راستنو شویو کډوالو د اړتیاوو او په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي توګه اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د دغه وزارت اعلامیه کې ویل شوی، اوتونبایوا ژمنه وکړه چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې به د افغانستان د پرمختګونو او رامنځته شویو فرصتونو په اړه معلومات شریک کړي او د سرپرستې ادارې پیغامونه به هم ورسوي. نوموړې زیاته کړه چې یوناما هڅه کوي د راستنو شویو مهاجرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او په افغانستان کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره پانګونې جلب کړي.