افغانستانخبرونه

ایران او پاکستان څخه شاوخوا زر کورنۍ له کډوالۍ را ستنې شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه تېره ورځ ۱۰۲۶ افغان کډوال خپل هېواد ته را ستانه شول.

د راپور له مخې، ۷۳ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۳۳ کورنۍ د کندهار له سپین بولدک، ۳۱۸ کورنۍ د نیمروز له پل ابریشم او ۶۰۲ کورنۍ د هرات له اسلام قلعه له لارې هېواد ته را ستنې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان په دغه هېوادونو کې افغان کډوالو ته د وتلو وروستی ضرب العجل ورکړی.

طالبانو او نړیوالې ټولنې له پاکستان په وار وار غوښتي، چې له کډوالو سره دې خپل چلند کې نرمښت غوره کړي، خو پاکستان خپلې کړنلارې ته دوام ورکړی.