
کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پرمختګ هرکلی کړی او دا یې یو «مهم او مثبت اقدام» بللی دی.
نوموړي ویلي: «دا د دواړو هېوادونو (امارت اسلامي او پاکستان) له خوا یو مهم او مثبت اقدام دی چې د مې میاشتې په غیررسمي غونډه کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پایلو د پلي کولو لپاره ترسره شوی.»
هغه ټینګار کړی چې چین چمتو دی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان اعلان کړی، چې امیر خان متقي به ډیر ژر پاکستان په رسمي درې ورځنی سفر ورشي.