
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو د اوپراتیفي راپورونو پر بنسټ د کابل ولایت ۲۱مې ناحيې او د سروبي ولسوالۍ اړوند سيمه کې په دوو بېلابېلو عملياتو کې دوه «مظنونین» نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، له یادو کسانو ۵ میله کلاشینکوفونه له دوه عدده شاژورونو ، ۶ مېله بېلابېلې تفنګچې له شپږو شاژورونو سره او یو مېل امريکايي راکټ نیول شوی دی.
یاد وزارت لیکلي، نیول شوي کسان اوسمهال تر لومړنيو پلټنو لاندې دي او ډېر ژر به اړوند مرجع ته وسپارل شي.