
کابل ټیلیګراف – ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې، د زامبیا پخوانی ولسمشر ایدګار لونګو د ۶۸ کلونو په عمر ومړ.
رویټرز راپور ورکړی چې نوموړی پرون (پنجشنبه) سهار د سویلي افریقا په پلازمېنه پېتوریا کې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و او هلته یې ساه ورکړې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، لونګو د افریقايي هېواد زامبیا شپږم ولسمشر و او له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په واک کې پاتې شوی و.
ایدګار لونګو د ۱۹۵۶ کال د نومبر په ۱۱مه د زامبیا د مسو سیمې په ندولا ښار کې زېږېدلی و. نوموړی یو روزل شوی حقوقپوه و او له ولسمشر کېدو مخکې یې د پخواني ولسمشر مایکل ساتا په حکومت کې د عدلیې او دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.