افغانستانخبرونه

په کاپیسا کې دوه تنه د کانګو تبې له امله مړه شول

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د کاپیسا د روغتیا چارواکو ویلي، تېره اوونۍ دوه تنه په دې ولایت کې د ویروسي او وینه بهېدونکې ناروغۍ (کانګو تبې) له امله مړه شوي دي.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس نیازمحمد مخلص ویلي، په یوه اوونۍ کې ۴۱ مشکوک او ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

به یاد ولایت کې د علماؤ او مخورو ته د یوه ورځني سمینار په ترڅ کې سپارښتنه شوې، چې خلکو ته د دغه ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي او ۲۵۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.