امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په کندهار کې د قربانۍ اختر په مناسبت وینا کې ویلي، امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینیانو قاتله ده.
نوموړي د خپلې وینا پر مهال ویلي، نړۍ غواړي افغانستان کې یو ځل بیا د دیموکراسۍ نظام رامنځته کړي، خو د دیموکراسۍ وخت تللی، او اوس اسلامي نظام حاکم دی.
نوموړي زیاته کړې، زموږ د تېرو ۵۰کلونو جګړه د ایمان او عقېدې پر بنسټ وه، دا چې اسلامي نظام حاکم دی نو جګړه هم پایته ورسېده.
د طالبانو مشر ویلي، د نشه يي توکو کښت مو د سیاسي موخو لپاره نه دی بند کړی، په اسلام کې جواز نلري نو ځکه منع اعلان شول، دغه راز یې ټینګار کړی، چې مسؤلین د ظلم لپاره نه؛ بلکې د شريعت او د خلکو حقونو تأمین لپاره مقرر شوي.
ملا هیبت الله اخوندزاده وایي، په ټوله نړۍ کې اوسمهال یواځې افغانان د دین ساتونکي او مجاهدین دي، ښه او بریالۍ ازموینه یې ورکړه.
د هغه په وینا، په یو اسلامي نظام کې خیرغوښتل/سوال کول بده خبره ده، د همدې له امله مو خیرات غوښتونکي ټول کړل او معاشونه مو ورته حواله کړل.
ده وویل، طالبانو ښځو ته عزت او پرده ورکړې، خو امریکا فلسطین کې ښځې او ماشومان له منځه وړي.
هغه دغه وینا کې ویلي چې: «ما خو دلته ښځو ته عزت او پرده ور په برخه کړه، بد اخلاقمي مې ختمه کړه، تا خو فلسطین کې د ښځو او ماشومانو په سر ټوپک نیولی، له منځه یې وړې، ماشومان د مور په غېږ کې وژنې، دا ستا عزت دی.؟»
هغه همدارنګه وویل، ځینې لوري امریکا سره له دوستۍ خوشحاله دي او امریکا سره دوستي خپله بریا بولي، خو امریکا تر ټولو ستره ظالمه او د ټولو فلسطینيانو قاتله ده.
هبتالله اخندزاده زیاته کړه چې: «که امریکا نه وي، اسراییل هېڅ نهشي کولی. پرون په افغانستان یرغل وو، نن پر فلسطین یرغل او ظلم روان دی، الله دې فلسطین اشغالګر داسې وشرموي لکه افغانستان کې چې لوېدیځ وشرمېدل.»
ده د ولس او مسوولانو ترمنځ په همکارۍ هم ټینګار وکړ او وې ویل، مسوولان د دې لپاره مقرر شوي چې ولس ته دین وښيي، د هغوی حقوق او عدالت تامین کړي.