
کابل ټیلیګراف – ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پنجاب صوبې، راولپنډۍ کې په یو کور برید شوی، چې له امله یې په خوب اوده پلار او د هغه دوه زامن په ډزو وژل شوي.
پولیس وایي، دغه پېښه د راولپنډۍ په درکالي سیدان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې وسله وال کسان د یوه کس کور ته داخل شوي او په خوب اوده کس یې د خپلو دوه زامنو سره یو ځای په ډزو وژلي.
پولیس وايي، پېښه د شخصي دښمنۍ پایله ښکاري، خو د موضوع پلټنې روانې دي.
د قضیې په تړاو دوه تنه شکمن کسان نیولي او ترې څېړنې پیل شوي.