خبرونهلوبېنړۍ

پرتګال د دویم ځل لپاره د یوفا نېشنز کپ اتلولي وګټله

کابل ټیلیګراف – ۱۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

پرتګال بیګا شپه د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د دویم ځل لپاره د یوفا نېشنز کپ اتلولي وګټله.

د پرتګال لوبډلې په پېنالټي کیکونو کې ۵/۳ سیاله لوبډله ماته کړه.

په ټاکلي وخت کې پرتګال او سپین دواړو ۲-۲ ګولونه کړي وو، خو یوې لوبډلې هم په اضافي وخت کې ګول ونکړ، چې له همدې امله لوبه پېنالټي ته ولاړه.

د درېیم مقام په لوبه کې فرانسې کوربه جرمني ۲-۰ مات کړ، د فرانسې کلیان امباپې خپله پنځوسم نړیواله ګول هم بشپړ کړ.