افغانستانخبرونه

د ایران او امریکا ترمنځ د شپږ پړاو مذکرات په عمان کې ترسره کیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د ایران پر اټومي پروګرام د غیرې مستقیمو خبرو اترو راتلونکی شپږم پړاو (یکشنبه، د غبرګولي ۲۵مه) د عمان په پلازمینې مسقط کې ترسره کیږي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران د یورانیمو د غني‌ کولو هڅه کوي، خو موږ دا نشو منلی، ټرامپ زیاته کړې؛ ایران د هوکړې لپاره چمتو نه دی او د هوکړې بدیل انتخاب ډېر وېروونکی دی.