
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په کندهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په نشهیي توکو یوه رږدي کس خپله مېرمن وژلې ده.
دغه پېښه تېره ورځ د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند په حاجي قادر کالوني کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې یاد کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی او وژلې یې ده.